نظم

د حورو ښکار

غني خان

يو عاشق د گلونو د حورو په ښکار لاړ

اؤ د جانان د کوره په توبه اؤ استغفار لاړ

وې د جانان ښېست يو خوب اؤ خيال دے

وې دا مستی بې خودی زما وبال دے

وې پرونی ښاپيرۍ نن تورې خاؤرې دی

د ډنډ بوی ناکې اوبه پرونی واؤرې دی

وې د جانان خپو ته سجده روانه ده

د مسلمان سترگو له نشه روانه ده

سپوږمئ چې واؤريدۀ سرور ئې خپل يوړو

رنگ ئې د سترگو نه غوټکئ د گل يوړو

د ماښام لړې له ئې د زړۀ ارمان لاړ

د سپرلی شپې له ئې د مستی شان لاړ

ارمان چې لاړ ځوانی هم لاړه

خُمار هم لاړ، مستی هم لاړه

اؤ د جنت په طمعو جنت نه خوار لاړ

يو عاشق دگلونو چې د حورو په ښکار لاړ