نظم

د ښاپېرو شهزادگۍ

غني خان

د سرو زرو محل کښې يوتخت وۀ د لالونو

اوچت دغرۀ په سر وۀ يو کمال د کمالونو

چاپېره ترې خندا وه اؤ مستی اؤ مشغولا وه

گلونه وو، سُرونه وو، رنگونه وو، رڼا وه

اؤ ناسته دې محل کښې شهزادگۍ د ښاپېرو وه

چې جوړه له خوبونو ښائسته نرۍ نرۍ وه

ما وې اې بی بی د جنت! زۀ ستا د در ملنگ يمه

ډېر تنگ د دې جهانه د غمونو نه ئې تنگ يمه

لږ پټ مې کړه د غم د تورو سترگو نه محل کښې

زر ورکه دا ذره به شی د ستورو په غوبل کښې

اؤ سترگې ئې راپورته کړې پستې د رڼا سپينې

نازکې نازنينې په رنگونو کښې رنگينې

ورو غم پکښې راوخوت لکه لړه د ماښام

چا ډک کړو له شرابو د سپوږمۍ د رڼا جام

وې واخله دا محل دا تخت دا ټول سازو سامانه

د غمه پټېدۀ نشته څوک پټ به شی له ځانه

ځه! پښو له د جانان دې دا نغمه د جهان يوسه

ځه څاڅکيه! دا درياب له يو قطره د ارمان يوسه

تۀ غم ئې، تۀ خندا ئې، تۀ بهار ئې، تۀ خزان

خو ما ليدلے خوب کښې دے د حسن يو جهان

چې ډوب به په مستۍ کاندی ستا غم اؤ ستا ارمان

ما وې سرمې لوگے شه له تا سترگې مې قربان

راځه چې دې د نور جهان له دواړه شو روان

اے شرنگه د گونگرو! د رباب تال اؤ شرنگ کښې ډوب شه

وې رنگ رڼا نيولے يم ما د رتلو ته نۀ پرېږدی

اؤ ما خپلې وزرې الوتو ته نۀ پرېږدی