نظم
د خزان سندره
ګل پاچا الفتدا شنې پاڼې ورځ په ورځ گوره زېړېږي
سرسبزي اوتازه گي يې وبايلله
پاڼې ريږدي لکه زړونه دخوارانو
دخزان سره سيلۍ ولگېدله
زيړې پاڼې چې رپېږي خورالوېږي
ځکه اخلي رخصتونه يو له بله
هغه پاڼه سيلۍ وېوړه کومې خواته
چې زما او ستا په سرسوری کېدله
اوس کابل دخوار غريب ټاټوبی نه دی
گذاره په دې هواکې شوه مشکله
له کابله دخوارانو کډې لېږدي
ننگرهاره! ته اوس ښه يې له کابله
چې هر څوک پناه دروړي په بده ورځ کښې
ته يې ساتې د يخنۍ له چپاوله
ستا اوبه لکه غومبسې چيچل نه کا
ستا هوا ده بې آزاره معتدله
تا ساتلی تازه گي او سرسبزي ده
دگل پاڼه دې خزان نه وژغورله
د کابل خوبان طواف ستا دگلشن کړي
گل دې اخلي خواجونه له وربله
بډايان دې هم هوا ته هوسېږي
در روان دي گړنډيو کښې په ځغله
تل سمسور اوسه لغمان او ننگرهاره
برکت او خيردې زيات شه يو په سله
زيړ نارنج دې په شنو پاڼو کښې داوايي
په خزان کښې مې بهار گوره عاقله