نظم

د توت ښاخ

غني خان

کۀ دے سُر کۀ سرور نو دے پائی په غم

دا رحمت اؤ بخل ورور د زور اؤ ستم

مايوسی اؤ مستی، دواړه شال د صنم

دا خندا د يقين اؤ دا شک د ژړا

دا تيارۀ د جانان

دا هلال د صنم

بنده څۀ؟ يو ستار دے

د توت ښاخ د سيمو تار دے

هنگ اؤ شرنگ اؤ ټنگ د دۀ دے

د بل لاس، د بل خُمار دے

مجلسی چې په خندا شی

دے بس شور دے اؤ ټقار دے

غږوونکے چې بلبل وے

دے هم گل دے هم بهار دے

چې منصور پرې گوتې کيږدی

همه دار، همه خُمار دے

عطر تول د بل د خيال دے

دے يو گل دے بهار نۀ دے

دے روان، کاروان د بل دے

دے ارمان دے، دلدار نۀ دے

دے مجبور شان مسافر دے

منزل نۀ دے اؤ لار نۀ دے

د بل خيال د دۀ تقدير دے

دے نه سپين دے اؤ نۀ تور

ناز اؤ راز اواز د بل دے

د دۀ شرنگ اؤ د دۀ شور

شپه اؤ ورځ د دۀ تول

د سبا اؤ ماښام

د دۀ هوش جوړوی

هم ساقی هم خيام

دې نظر دے، گلونه اؤ نور دی د بل

ددۀ سترگې، خو خېشت اؤ سرور دی د بل