نظم

د يو داسی ( د بُت وينځه)

غني خان

په گوگو ووې گوگوشتکې، تورانۍ په تنانه

په چپو چپو مستی به د نسيم چپو راؤړه

سحر راغے لکه زيرے د خندا اؤ د رڼا

غوټئ ټولو وې مُسکا کښې "نن نسيم کښې وه نشه"

وخت يو بل پړاؤ پوره کړو يوه بله شپه په تلو شوه

چا کړه تيره د چاغيږ کښې، په چا تيره په سلگو شوه

ما هم تيره کړه په ناستې د رنگونو په جهان کښې

هوش اؤ رنگ به مې يو ځائې کړل جوړؤل مې تصويرونه

د زړۀ غم به مې ورخور کړو د چا ښکلې په احساس کښې

مړاوې مړاوې به ئې نظر شو، سوی سوی شان رنگونه

کۀ تصوير د ليلی جوړ کړم، د شېرين کۀ د منصور

د هريو سترگو کښې زۀ يم، زما درد زما خوبونه

تور او سور دوه رنگه واخلم، ترې چنگېز يا تېمور جوړ کړم

د دوی سترگو کښې دا قهر، زما اور وهی ټوپونه

د دې رنگ لېونتوب لور ته يو پرې راغله غمگينه

نۀ لېلی وه، نۀ شهئ وه، نۀ هېرا وه، نه شېرينه

خېشت ئې نۀ وۀ يو ارمان وۀ چا شاعر خوب کښې ليدلے

مړاوو سترگو کښې ئې غم وۀ خُماری د چا په مينه

هر نظر هر حرکت کښې لېونے د ځوانۍ ټال وۀ

ټول وجود ئې يو سرور وۀ، يو رنگينه ځوانه مينه

ماته وې اے مصوره! ماته اوگوره زۀ څۀ يم

يوه خواره د بت وينځه د کمينو نه کمينه

ما وې ته د حسن لورئې ته رنگينه شهزادگۍ ئې

ستا په يو سوی نظر به زرتختونه شی قربان

ستا په يو سوی نظر به زر تختونه شی قربان

ماوے اے دغم ميرمنې! ته دگلو ښاپيرئ ئې

د ځوانئ په مست بهار کښې دا رنگونه دخزان؟

ستا دا شونډې، شونډې نۀ دی، ارمانونه دی، مستی دی

يوه پټه مېخانه ئې، ستا هر څاڅکی کښې طوفان

دې نازک، نيازبين جهان کښې دومره تور اودرانۀ غرونه

اے د سرو گلابو څانگې، ستا خو لرے دے خزان

نورې شل پردې دې پريږده، دا د غم پرده کړه لرې

چې خندا راشی گلشن ته، چې روښانه شی جهان

بُت تۀ نۀ ئې د بُت وينځه، ستا په سترگو کې رڼا ده

تۀ ساقی ئې، تۀ شراب ئې، تۀ خُمار ئې، تۀ جانان

دومره خېشت اؤ بې ديدنه، دومره مينه بې جانانه

ستا خائشت چې ليدے نه شی نو ړوند شوېدے جهان

وفا، مينه اؤ ارمان لکه نُور تا کښې ځليږی

يو غمگين ارمان پټ کړے، ستا د ژوند رنگين ارمان

راځه خوا کښې زما کښېنه، زۀ هم ستا دارمان ورور يم

تۀ هم گل د بيابان ئې، زۀ هم گل د بيابان

زۀ هم ژوند يمه خوږ کړے، دړدؤلے ، ژړؤلے

وينه مينه دواړه ژاړی، غواړی مينې د جانان

ماته ئې وکتل مُسکی شوه، سترگې ئې ډکې شوې له اوښکو

تور څادر ئې خپل راغونډ کړو، ځان له غلې شوه روانه

خپل اميد او خپل ارمان ئې ورته ستورې د کاروان شو

د سرو گلو په تلاش کښې په صحرا کښې سرگردانه

د رقاصې په قدم کښې ، د گل څانگې په انداز کښې

يو دُنيا د سوز او حسن، هوش کښې ورکه شوه زمانه

راته ئې زړۀ کښې يو بل دړد، يوغمگين شان ارمان پرېښود

يو زرين د نور بڅرے، دنورونو د جهانه ـ