نظم

د زنې خال

غني خان

په سپينو گوتو ايرې کړې پورته

په ښکلو سترگو په کښې تلاش کړې

لالونه گورې تۀ په ډېران کښې

لېلی دا تۀ ئې، دا چې مجنون دے

چې دے مړ باغ کښې گلونه گورې

دا ستا مستی ده اؤ ستا جنون دے

زۀ ؟ زۀ څۀ يم، ستا تخيل يم

ستا خوبونه، ستا ارمان يم

بې خودی زۀ ستا د هوش يم

ستا چشمې له زۀ طوفان يم

چې ستا زړۀ مئين په نُور شو

زۀ شوم شمع، زۀ مشال شوم

چې تا ځان سرور له ورکړو

نو زۀ ستا د زنې خال شوم

چې ستا خود د ساز لېوال شو

زۀ سرور شوم، زۀ بلال شوم

تۀ چې طمع د سبا شوې

زۀ سبا شوم، زۀ هلال شوم

تۀ خفه چې د ايرو شوې

زۀ يو مست اؤ روک جلال شوم

چې تا ځان په عشقکې ډوب کړو

زۀ مستی شوم اؤ وصال شوم

تۀ چې وږے د کمال شوې

زۀ همه کمال کمال شوم

چې تا ويره د تېغ وکړه

زۀ قلا شومه، زۀ ډال شوم

چې تۀ اوږے د دولت شوې

زۀ الماس شومه، زۀ لال شوم

چې تۀ اوږې د مستئ شوې

زۀ منصور شوم، زۀ بلال شوم

چې تا نيت د گټې وکړو

کله دام شوم، کله جال شوم

چې تا واغشتم جانانه

زۀ ښائست شوم، زۀ کمال شوم

چې تا وليدم دلبره

زۀ هلال شوم، زۀ مشال شوم

چې ستا زنه په کوم لور وه

بس زۀ ستا د زنې خال شوم