نظم

دلربا

غني خان

نۀ مې پلار شته نۀ مې مور

واړه خونه مې تا لا

نه زما په غم څوک پوه شو

نۀ زما په واوېلا

دا چې ما ده کومه کړې

څوک دی بچ له دې گناه؟

دا گناه ده د فطرت

دا گناه نه ده زما

خو يو کس هغه دنيا کښې

دے هم پلار هم مور زما

تل زما د غمه ژاړی

سودائی مې ده سودا

نصيحت په پسته ژبه

شکايت هم په خندا

وار خطا لکه دمور شی

په پوټی سختۍ زما

پاکيزه لکه سپوږمۍ ده

د همه خوږو خوږه

په ښائست دجنت حوره

په خويونو فرشته

ما پخپله مينه پټ کړی

له غمونو د دُنيا

د جنت د رنگه زيات

دے رنگين دلبر زما

کۀ دُنيا کښې وحدت نۀ وی

ما ليدلې ده چينه

د الله د نقش کمال دې

مخ زما د دلرُبا