نظم
دوه خبرې
غني خاننن مې ماته جانان وکړې دوه خبرې د مستۍ
د فقير کچکول کښې گوره ملغلرې د مستۍ
چې ئې زور وۀ کۀ جمال وۀ ما ئې سر په پښو کښې کښېښود
چې به زۀ ترې گرځېدمه لرې لرې دمستۍ
د فراق سلو صدو له يو لمحه د ديدن بس دے
دغم زر کاله ايرې کړی يوبڅرے د مستۍ