نظم
دوه سترگې
غني خانکله گورم زمکې ته اؤ کله گورم ستورو ته
اؤ کله گلستان کښې د قبرونو خازو تورو ته
گورم بت خانه کښې ستا د حسن تجلی کله
کله په سجدو، کعبه کښې وينم خلق نورو ته
لويه هنرمنده د هنر کمال دې گوره
دې غټو خبرو ته اؤ دې شونډو کمزورو ته
زه چې وينم څۀ وينم تۀ گوره ته گوره
دې رنگين جهان ته اؤ زما سترگو شمکو روته
واؤره د شهزاده زما غُلام دې گيله مند دے
خلق د غمونو قيصې کړی سترگو غمخورو ته
تاته يو ساعت يوه لحظه کښې سړے ووائی
هغه چې کلونو کښې وئيلے نۀ شی نورو ته
څۀ خو مې لږ پوه کړه چې ژوند ولې، جهان ولې؟؟
څاڅکی د نور راوليږه لږ دې لړو تورو ته
نۀ دې تاب د ښېست لرم اؤ نۀ دې دخبرو
ماته به ئې ووائی، تۀ ووايه دې ستورو ته
دوه سترگې مې دوه رنگه، هر رنگ د جهان وينی
گوری يوه زمکو ته اؤ بله گوری ستورو ته
په يوه کښې سرور وی، مستی وی، خندا
په يوه کښې سوز، اسويلی اؤ ژړا
په يه کښې دُنيا سرسينگار د دُنيا
په يوه کښې ستم، غم، ازار د دُنيا
په يوه کښې ژوندون، د ژوندون بې خودی
په يوه کښې افسوس اؤ ارمان په ژوندی
په يوه کښې جنون دے، نشه ده، افسون
په يوه کښې جنون دے، نشه ده، افسون
په يوه کښې سپرلی دی، سپوږمئ سپوږمئ اؤ جانان
اؤ بله کښې زيان، ټول دا شان د انسان
د دوؤ سترگو څۀ ضرور وۀ، چې يوه وے ښۀ بيناوے
څومره ښۀ به ستا ادم وۀ، څومره ښکولے به حوا وے
چې يا غم وے د گلونو اؤ يا غم د جنتونو
اؤ مجنون ته په کعبه کښې مُسکی سترگې د لېلی وے
تا پرې خپل کمال ښکاره کړو اؤ غوبل دې ماکښې جوړ کړو
په ژړا لېونی تاته څکه بانگ کښې د سبا وے
خلق د غمونو قيصئ کړی سترگو غمخورو ته
ماته به ئې ووائی تۀ ووايه دې ستورو ته