نظم دلبر او ستمگر ګل پاچا الفت د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عناد په زړه کښې توره لاس کښې کبر سر کښې لري کبرجن کله رحم زړه کښې زړه ځيگر کښې لري 02 د شکنجو د ځورولو رنځولو کار کښې ډېر عذابونه ډېرو خلکو ته نظر کښې لري 03 پټي عقدي د ظالم تريو تندي کښې غوټه ښکاري خوله يې هم سپی ده او خروړي سپي په در کښې لري 04 زور د دنيا که د ښکلاوي په هر رنگ کښې چې وي کبر غرور په ستمگر او په دلبر کښې لري 05 ښکلي لري دولت د حسن سرمايه د غرور ظلم و ستم وسله په کور د توانگر کښې لري 06 زلفې ماران که دلبران لري مينو لره تور مار دمار د زهر و آب تېره حنجر کښې لري 07 که د چا زړه دلبر وي وړی او دلبر سره وي نشته پروا که دلربا په بر کښې لري 08 سياستونه ضد په ضد کښې پټوي هر کله ظلمت د ظلم، د احسان عدل په لمر کښې لري 09 د دقيانوس دوخت زاړه ارتجاعي فکرونه نوو ځلمو ته په لباس د منور کښې لري د قاموس مانا × اصلي کلمه