نظم

دُنيا

غني خان

ما د وينځې پښو کښې شهزاده په ژړا وليدۀ

ما د مرگی بُت ته ژوندون ټيټ په دُعا وليدۀ

دوه نيازبينې سترگې د مستۍ اؤ د خندا ډکې

وچه ترې مستی شوه، شوې د سپی د سترگو کلکې

لاس د سکندر مې غزولے په سوال وليدۀ

پروت د منات پښو کښې مې په ذکر بلال وليدۀ

ما د وينځې پښو کښې شهزاده په ژړا وليدۀ

دا مستانه زړۀ مې د دُنيا په سودا وليدۀ

دا دُنيا د خرو گله ده، گيا خوری اوړی بارونه

غمونه د پرون دی د سبا دی اميدونه

دا توره اوچه سپوره، مقبره د خېشت اؤ نور

جوړئ د گل د پاڼو، سرې خاؤرې ډېرانونه

بادشاه ته بندگی، وفاداری اؤ ادب ښائی

د مرگ په نامه غواړی خراجونه د ژوندو نه

د سرو خزانو خان نمرود کړی اوږے د کونجکې

گاڼه په دوؤ ټيکرو خوبونه اؤ گلونه

غنی نۀ شی خرڅؤلے

خپله مينه خُمارونه

دا دُنيا د خرو گله ده

خوری گيا اوړی بارونه

د په خپل خود کښې دې دنيا ته کتل

گرانه ده، گرانه، ډېره گرانه ده

دلته شل قسمه د هوسان گرځی

رنگ د شهباز کښې ټپوسان گرځی

گيدړو برېت د ببر شېرو ايښی

غړمبا کوی لکه شېران گرځی

څوک د غريبۍ خوارۍ گډې رنگ کښې

ادم خوارۀ او شرمښان گرځی

يو غټ پټکے، سپينه همسا په لاس کښې

په اوږده ږيره کښې شيطان گرځی

زړۀ خو سينه کښې وی پټ، پټ پروت وی

نقشه ئې سترگو کښې روښانه ده

دا په خپل خود کښې دې دُنيا ته کتل

گرانه ده، گرانه، ډېره گرانه ده

يو خوا ته کند کښې د ملنگ سامری

د فقير نوم ئې سپک، بدنام کړلو

بادشاه به سوال د خپل غلام کړلو

فقيری هيڅ جامه لباس نه لری

بادشاهی تورې او الماس نۀ لری

دا خو يو نور د زړۀ په زړۀ کښې بل وی

د روح مستی وی، نۀ لباس نۀ چل وی

دغه يو بل چې جونگ جاړه شو

ښکاری دے، خور ئې تاته دام کړلو

دا ذکر نۀ دے تاته ځان يادوی

دا چې هو هو لکه گيدړ کوی

په کربلا کښې شهيدان يادوی

يزيد دے ناست په چغو چغو تاته

دغه شماره خو ښه اسانه ده

کۀ يو، کۀ لس وو ما به ښولی وو ټول

گرانه ده، گرانه، ډېره گرانه ده

دا قسمه، قسمه پېژندل منتريان

برېت ئې جنډه لکه قېصر نيولی

وگوره! دغه دے يو صېب راغے

څومره مغروره ئې دے سر نيولے

سترگې نرۍ دی د شاهين غوندې

څومره ډولے ئې ډرائيور نيولے

د دېرشو زور په موټر کښې ناست

شمله ئې نېغه ده په سر نيولې

سوټ ئې د زرو روپو لاندې نه دے

هر دله توب ته ئې ټيټ سر نيولے

دا لنډے سپے دے د گيدړ بچے

لور ئې ښکاره ځی ښه ارزانه ده

نۀ دے په لور اؤ نۀ په ښځه حېران

گرانه ده، گرانه، ډېره گرانه ده

دا قېصر شکله دلالان پېژندل

گرمې خبرې په لاسونو کوی

دغه دے يو چې شمله نېغه لری

دوه غلچکی ورپسې وروستو روان

غټې خبرې د خونونو کوی

څۀ مغرزه اوږد کوټ تک تور

د مولانا توره قبا ښکاری

سپين ئې پرتوگ تورو بوټانو سره

خېشته سپين ستورے د سبا ښکاری

دا دے بڼيا اټۍ ئې اوښکې ده

چې څۀ ترې غواړې په دولت خرڅوی

دغه روڼ مخ، دغه بُت شوے شمله

په تش دوکان کښې شان شوکتت خرڅوی

څۀ چې ترې غواړې، ښۀ ډاډه پرې ورځه

د دۀ سودا ټوله ارزانه ده

دغه چې سپين لکه گلونه ناست دی

دا د رڼا ورځې ډاکوان دی ټول

ژبې ئې تېزې، چلولی سترگې

نيم ازمری، نيم لومبړان دی ټول

څۀ ښکلې ښکلې ئې مخونه اوښيار

بد دخبرو سپين کارغان دی ټول

دوی په خوږه خوږه کښې ماره کوی

دا نسبی پاخۀ ښکاريان دی ټول

په څټ ئې څۀ ډولی قبا پرته ده

مُسکو لبانو کښې بلا پرته ده

گرځی په دُنيا کښې په لکهاؤ ټگان

هر يو دے ځان له يو ښۀ اوږد داستان

کۀ زۀ ټول عمر کښېنم، خلاص به نۀ کړم

دا تعارف د دې قلم په بيان

خو په انجيل کښې دی عيسی ليکلی

دے د بنده د ليدو يو امکان

سترگې کړکۍ دی، د روح رنگ ښائی

سترگو ته سترگې همېشه ښائی ځان

دُعا کوه، وے خدايه لاهو مې نۀ کړې

خور په دُنيا د د هوسۍ دے طوفان

چه سمه دمه ده نو گرانه ده

اؤ چې اسانه ده نو ورانه ده ـ