نظم
دُعا
غني خانسترگو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی
وا دې خله دنيا زۀ وږې ستا د دنيا نۀ يمه
گوره د فقير کچکول کښې تاج د سکندر دې پروت
زۀ يم د سخيانو، د شومانو گدا نۀ يمه
زۀ ئې په غرور درنه د مينې په نوم غواړم
زۀ ملنگ بې نيازه ستا د وېر واېلا نۀ يمه
يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له ديار غواړم
زۀ يم د خوبونو، د لالونو گدا نۀ يمه
هغه مستی غواړم چې ئې مرگ نه شی وژلې
زۀ دې د غمونو د بيگا اؤ سبا نۀ يمه
اؤ تشه دُنياگۍ کۀ دې بخښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دُنيا ، زۀ وږې ستا د دُنيا نۀ يمه
خدايه ستا وړه دنيا مې نۀ ده خوښه
ماله راکړه پخپله لوې جهان کې برخه
چې کوم ځائې کښې بې گناه گناه گار نۀ وی
چې کوم ځائې ژبې چړې د اغيار نۀ وی
چې کوم ځائې کښې وی بې حس زما احساس
چې کوم ځائې صبر زړگې وی اؤ تش لاس
چې کوم ځائې کښې فرياد نۀ اورم د کونډو
ماشومان يا په ټوکړو پسې په منډو
چې کوم ځائې کښې نۀ مذهب شته نۀ قانون
نۀ عشقونه، نۀ وصلونه، نۀ بېلتون
چې کوم ځائې کښې وازې سترگې نابينا وی
چې کوم ځائې کښې يو شان نن پرون سبا وی
چې کوم ځائې کښې کۀ بادشاه وی کۀ ملنگ
يو ئې تخت اؤ يو ئې تاج يو ئې پالنگ
چې کوم ځائې کښې مال، اولاد، دوستی بې کاره
چې کوم ځائې کښې نه کاروان شته اؤ نۀ لاره
ستړې سترگې مې کړې پټې يا الله
زما خوښه ڼه ده ستا وړه دُنيا
دې بې انصافه د زور جهان کښې
دې بې کينې د پيغور جهان کښې
دې په غريبو نسکور جهان کې
سترگې ليدونکې را عقل روښان را
زړۀ مې مئين را ربه! زړۀ مې روښان را
دې د مطلب اؤ ټگۍ په دُنيا کښې
دې خوږو زهرو، ښکلې بلا کښې
سترگې ليدونکې را عقل روښان را
مينه بې طمعې را، زړۀ بې ارمان را
سترگې لېدونکې را عقل روښان را
دې د دروغو اؤ تور جهان کښې
دې بې کينې د پېغور جهان کښې
دې د بد نيتو د اور جهان کښې
پاک د ائينې په شان نيت اؤ ايمان را
سترگې ليدونکې را، عقل روښان را
دې بې همته کمزورې دُنيا کښې
دې بې همته کمزورې دُنيا کښې
دې په نفرت تورې تورې دُنيا کښې
دې وچې، ستغې، سپورې دُنيا کښې
مرگ چې ترې ويريږی داسې ايمان را
سترگې ليدونکې را عقل روښان را
سر بې پروا مستانه د منصور را
سترگې خاکسارې د مينې د نور را
ښکلې هر خيال ايمان د سرور را
زړۀ د ملنگ را اؤ شان د سلطان را
سترگې ليدونکې را، عقل روښان را
ستا د مينې په صحرا کښې زۀ سور پړق د لاله نۀ شوم
ستا د باغ کشمالې نۀ شوم، خور لوگې په هوا نۀ شوم
ستا د سترگو مشغولا له، ما کچکول گونگرو وانخست
سودائی خپلې سودا کړم، مجنون ستا په سودا نۀ شوم
يو گوټ يخې اوبۀ نۀ شوم، چې غرمه اؤ کربلا ده
هر خُمار جانان، جانان شو، هر خُمار بلا بلا ده
زۀ د سرو گلو غرور شوم، د کرلو بوستان نۀ شوم
ستا د گوتو په پردو کښې لکه سُر بندېوان نۀ شوم
راشه وگوره دلبره، دا ما ځۀ په څه بدل کړه
څۀ دې راکړۀ ای جانانه، څه دې راکړۀ څۀ مې در کړۀ؟