نظم

غمگينو سترگو

غني خان

خوب کښې بابا وليدم

مور مې پېدا کړم

د سپوږمۍ عکس وې

زۀ هم رڼا کړم

قسمت زلمے کړم

گډ په دُنيا

ځوانۍ اودۀ کړم

راويښ لېلی کړم

غمگينو سترگو

د غم اشنا کړم

مينې شاعر کړم

او غم دانا کړم

يار لېونے کړم

بيا ئې اشنا کړم

مرگی ته خاندم

ژوند ته ژړا کړم

کله مُسکے شم

کله خندا کړم

غمگينو سترگو

د غم اشنا کړم