نظم
غنی غنی ته
غني خانما وې غنی يار څۀ بې اندازه غوندې ئې
ادب دے در کې کم زبان درازه غوندې ئې
قيصه ده گډه وډه نۀ سم خان شوې نۀ ټوقی شوې
خو تۀ دې دوپيازو کښې څۀ درې پيازه غوندې ئې
پټی دې وران ويجاړ دی اؤ کږې وږې دې پولې
کرې پکښې گلونه حسن سازه غوندې ئې
ليندۀ دې ماته گوډه اؤ شډل مډل دې غشی
خو غُزار دې رسا لگی تير اندازه غوندې ئې
دولت وی کۀ صفت وی، کۀ ناموس وی، کۀ شهرت
په وږې خېټه موړ اؤ بې نيازه غوندې ئې
کۀ رنگ وی،کۀ تراش وی، کۀ چاربيته،کۀ بدله
په خپله لار روان ئې بې استاذه غوندې ئې
په مينه ئې مئين اؤ خدائې ته پلار اؤ جانان وائې
دا ځکه خو بې توله، بې اندازه غوندې ئې