نظم
غازی خان ته خط
غني خانيو يار ته مې ښپې ابله گډې شوے وۀ ټرېکټر
څپلۍ پې برابر شوه ښه زړه ستا د موټر
زۀ راغلمه پخپله مې خپل ځان ته بخشش وکۀ
زمونږ د لالا کور کښې مونږ ته څوک کوے شی ټر
بيا لاړم اصطبل ته تورو لړو دغم يوړم
لاله شو راته وړاندې خيال دمرگ د ستم يوړم
ما وې لالا تۀ لاړې مونږ دې پرېښودو جنجال کښې
ښکاريږی جوړ خوشحاله وايه ئې په څنگه حال کښې؟
لالا شو په خندا، وې واؤره روره غنی خانه
دا شکر چې خبر نۀ ئې دمزو د دې دُنيا نه
ټول رابه شی په منډه، کړی به دغه دُنيا ورانه
دمرگ ويره کښې پټ راز د ژوندون دخورېدو دے
تيارۀ کښې لکه پټ چې راز د سترگو د ليدو دے
د مرگ ويره کۀ نه وی ژوند به تېر نۀ کړی څوک کال
فراق کښې کله خوښ وی چې څوک وڅکی وصال
زۀ مړ نۀ يم غنی مينه صحرا ابادوی
وی مړ هغه غريب چې ئې هيڅوک نه يادوی
تر کومې چې يو زړۀ کښې وی زما د باد بڅرے
تر هغې به مرگ تښتی تښتی ځی زما نه لرې
ما وې لاله زۀ ځم نور دې ياد اوښکې راولی
وې ځه غنی ورځه، سلام مې وايه په غازی ـ