نظم
غزل
غني خاند رنگ په جام کښې طوفان پورته شو
د غم د خوا نه دوران پورته شو
جلال، جمال د کمال خاؤرې شو
راز د گلزار نه حېران پورته شو
دهلال روح د ماښام غم له لاړو
د شپې د شونډو اذان پورته شو
وصال د يار د مخ رڼا يوړه
تورتم کښې ډوب شو روښان پورته شو
غرور سرور په مقبره کښې خاؤرې
جنون د گل د ارمان پورته شو
مسکے جانان د خپل غرور نه روک
گلاب د خپل نظر د ارمان پورته شو
گوره موسی د کوه طور په خوا
ساقی حېران او پرېشان پورته شو
زما د سترگو تلوسو يوړۀ
دگل د سترگو ارمان پورته شو
جانان ئې ښخ دگل په سترگو کښې کۀ
خزان شو خاؤرې جانان پورته شو
رڼا چې واغوستې جامې تورې
غنی له جامه خندان پورته شو
هله يار وته نزدې شوم
چې د ياره شومه لرې
هله ئې وۍ شوم په خبرو
چې ئې خاؤرمه خبرې
چې ملنگ شومه جانانه
خزانه مې وموندله
په زړگی کښې مې پرتې وې
ښکلې ښکلې ملغلرې
چې مې گل بوستان قربان کۀ
نو دگل بوستان مالک شوم
چل مې هله د پر زده کۀ
چې مې وسولې وزرې
چې په جام کښې د ساقی مې
د ځوانۍ وينه کړه گډه
هله پورته شو محفل کښې
د خُمار خُمار بڅرے
چې په شوق اؤ په مستۍ مې
دواړه سترگې ورلوگے کړې
هله هله راته وکړې
د ساقی سترگو خبرې
چې پرې مسته ځوانی داؤ کړی
چې پرې ښکلې سر کړی خاؤرې
د هغوی دی لېونيه!
د جانان شونډې شکرې
مينه مينه مې کوله خبر نۀ وم
چې د ورځې مازيگر او ماښام هم شته
لکه زرکه د سپرلی وم په چړچقو
خبر نۀ وم چې ښکاری سره دام هم شته
د نيازبينې ښاپيرۍ په بستر پروت وم
خبر نۀ وم چې رقيب مې په بام هم شته
د ساقی په سخاوت باندې مدهوش وم
خبر نۀ وم تشېدۀ ئې د جام هم شته
سپينه شمع د محفل په خندا وائی
د رڼا سره دسولو سمام هم شته
دا ئې وې لېونے ډک درياب له لاړو
اورو بل چرته يو ښکلے مقام هم شته
ځو ورځو چې د مُلا دروغ معلوم کړو
دې وئ هلته د مستۍ انتظام هم شته