نظم

حال زما

غني خان

هېڅ د عشق له غمه نۀ دی برابر غمونه کُل

چې د يار فراق دې ووئی دغه دی د خداې وهل

چې مې زړۀ د ايرو ډېر شو، د قارون خزانه څۀ کړم

چې لالے مې خوا کښې نشته، څۀ کړم گل، څۀ کړم بلبل

چې دنيا ئې شی برباده، اخرت به ئې څوک ښه کا

چې د زړۀ پښې مې شوې شلې، څه به کړم د اميد زغل

زۀ په تمو تمو وسوم په ځوانۍ مې ځان کړو خاورې

چې هيچا زغملے نۀ شو، هغه ما په ځان زغمل

بې جانانه جنت څۀ کړم؟ بې وطنه بادشاه څۀ وی؟

يا به ځان پسې لاهو کړم، يا به ئې کړم د پټکی گل

په جومات کښې مې ونۀ مونده، په مکه کښې رانه ورک شو

خداې مې زړۀ کښې راپېدا شو چې مې مخ د يار کړۀ ښکل

غنی! بد په ژړا ښکاری گنی دۀ به وۀ جوړ کړے

په سېلاب د سوخت د اوښکو اباسين درياب يو بل