نظم
حساب کتاب
غني خانپه ژړا ژړا مې عمر په سجدو مونځونو تېر کړو
نتيجه ئې بس مرگی، يو تور لحد رانه چاپېر کړو
د قسمت او د تقدير دې څۀ قانون لاره گودر شته؟
د ځوانئی اور ته مې اولې، بيا وائې وسوزيدې ولې؟
لاس او پښې مې دی تړلې او وائې شابه گډشه، گډ شه
هر اسان دې دې اتن ته زنځيرونو کښې بللې
د مُسکو سترگو جانانه، لر د پښو مې کړه دا پړې
بيا مستی دخاورې گوره او ټوپونه دادم
کله شرنگ د حوا خوا کښې، کله زير اوکله يم
د تقدير کړۍ کړه سسته، بيا زما گډا ته گوره
ستا د عرش په مُنارو کښې ليونۍ خندا ته گوره
چې زۀ مست شم په هوا شم، اور شم، تندر شم، رڼا شم
چې يو ساز مست او سرشار شم، نورشم، پړق شم، په ځلا شم
ورو شان تور د مرگی سورې برندې سترگې تکې تورې
يو نظر راته راواړئی، يونظر کښې ورک تالا شم
رڼا، نور، مستی لاهو شی، موتې خاوره د صحرا شم
اے زما د زړۀ دنور، د وېنا او د خيال ربه
د ځوانۍ د سرو رنگونو، دمستۍ او جلال ربه
اے چې زۀ جوړ تش د خاورې، بس دخاورې ومه سيال
ولې تا راکړۀ سازونه او گلونه او جمال
دا انصاف دې موټې خاوره، د خپل تخت پايو له يوسې
بيا ئې درز زمکې له راولې هر سينگار ښائست ترې يوسې
د ليلی نه ښائست واخلې، ځوان بوډا کړې بوډا خاورې
نور ډېر ښۀ دې را روان دی، د مُلا هغه چې واورې
مستی، خېشت کمال مې واخلې، خپل يو تور وېښته پرې نږدې
زۀ دې لوټ تالا کړم دلته، تۀ به تله کښې دې څۀ ږدې؟
د گلاب په شان ځوانی دې راله خاورې کړه تباه کړه
تر هغې به مې نچوړے، چې هر رگ مې واوېلا کړه
دا لږ ژوند پوټې احساس دې ځی مرگی له غلې غلې
چې اخر به رانه جوړ کړې، يوټوپکې شان دخزلې
حساب؟ ستا به څۀ حساب وی، جناب راؤسپړه روکړ دې
لوټ تالا، برباد دې زۀ کړم، خو کمزورے دله پړ دې