نظم

حوره

غني خان

گل ئې د ايران دلبره، سېب کۀ د شېراز ئې؟

سترگې مهربانې وړې شونډې دلنوازې

خلاص شراب جنت کښې شو ټولگے راغے د حورو

گډی په خندا شوې يوه باغچه کښې د انگورو

تۀ ترې چرته پټه شوې دگل د بوټی خوا کښې

څۀ عجب تاثير وۀ د بلبل په واوېلا کښې

راغے د شبنم اشنا ماليار د باغ غمگين

وې ليده په گلو کښې يو بل گلاب رنگين

وې شو کاؤ په شونډو سر کښې ئې ډېر په مينه کېښود

راغله لېلی سر ئې د مجنون په سينه کېښود

خوب کښې دې جوړ بيا چرته دخپلو خوېندو وساز واورېد

چرته دباغ گوټ کښې دې د زوړ وطن اواز واورېد

ولې لرې ستورو ته په مړاوؤ سترگو گورې

دې باغ درته يادې کړلې حورې! باغچې نورې

زوړند د دواؤ ستورو نه چې ستا د زرو ټال وۀ

پروت چې په دې زلفو کښې د مانگ په ځائې هلال وۀ

هغه چې به دوړو کښې د ستورو گرځېدلې

يا به د شُغلو سپوږمۍ کښې پټه گډېدلې

حورې ما هم بوځه د رڼا دغې جهان له

تا سره به زۀ هم خوا کښې ټال واچوم ځان له