نظم

انسان اؤ فطرت

غني خان

زما زړۀ د خوشحالۍ تازه چمن وۀ

چار چاپېره ترې باغچه وې د ياسمن وۀ

دلته زرکې، هلته سوی بوراگان وو

يو خوا گټ کښې په خندا شينکی طوطيان وو

وې په منځ کښې فوارې د اميدونو

د يارانو، د دوستانو، ښېسته جونو

څوک به ترمې ترمې لاړ ترې د تېزۍ نه

څوک به پورته قدرې شو دخپله ځائې نه

غرض دا چې هر طرف ته خوشحالی وه

خوشحالی کۀ خوشحالی وه د مالی وه

څۀ خبر وم چې خزان به مې برباد کړی

دا زما همېش خندان زړۀ به ناښاد کړی

اے ظالمه! اے کمبخته! اے بې داده!

اے زما د خوشحالۍ د سر جلا ده