نظم
جلال
غني خانچې زۀ غواړم د ايرو نه مستی، سرۀ گلونه جوړ کړم
د سرو اوښکو نه سرې شونډې، دژړا سُرونه جوړ کړم
د خزان تيارۀ کړم ډوبه، د اميد په سمندر کښې
دکنجکو نه لالونه دغلو پلونه جوړ کړم
چې دا روح مې په ښکار اوځی، د رنگونو دخوبونو
کۀ نور نۀ وی دتيرو زۀ رنگينی نورونه جوړ کړم
چې دخيشت شم زۀ لېواله د صحرا هره ذره کښې
په زرهاؤ بوستانونه، په لکها گلونه جوړ کړم
چې زۀ اوږے د ارمان شم د سپرلی په سپين سبا کښې
بې حسابه ماښامونه، بې پايان غمونه جوړ کړم
تور اؤ سپين زما د سترگو کله تول کله تلل دی
شپه او ورځ زما نظر دے، ورکول دی اؤ مونتل دی
که خندا ده کۀ ژړا ده، دا ځيگر مشغولؤل دی
کۀ وصال دے که فراق دے، خپل سرور ته گډېدل دی
چې زۀ مست شم د ډېران سره خېشته گلونه جوړ کړم
د سرو اوښکو نه سرې شونډې د ژړا سُرونه جوړ کړم
چې زۀ نيت دگټې وکړم دپرېوتی د شکست نه
د فاتح د سترگو اؤ د شونډو غرور جوړ کړم
دا چې زۀ ځان له يو تخت د رنگين باد نه ودان کړم
د غلام خواری بدله د بادشاه په رنگ سرور کړم
دا چې نۀ ئې اے جانانه، دا چې ستا مستی رڼا ده
دا زما مينه ارمان دے، دا زما ژړا خندا ده
د مُلا خبرې خوشې مامله ستا اؤ زما ده
دا داستان د لوږې نۀ دے، دا قيصه د عشق او سا ده
دے زما سرور کښې پټ راز ستا د حسن اؤ کمال دې
دا زما کمزورې سترگې ستا د خېشت جاه و جلال دې