نظم

جنت

غني خان

ډوډۍ غړپ مُلا، جنتی مُلا

حلوا قپ مُلا، ولايتی مُلا

په پېسو قربان اؤ ستی مُلا

د پولاؤ په شوق خوری پېتی مُلا

دا بې عشقه، بې جوشه او مړ اذان

دا چلی دماغ او ارزان ضمير

د دې سپين دستار دې توهين ئې تۀ

په دې کور د خداې کښې د بُت سفير

ماته وائی ځه چې جنت ته ځو

ستا جنت ستا دلوږې ارمان دے

ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک

ستا جنت نيم پېرس نيم تهران دے

ستا جنت کښې درياب د شوروا روان

پېمانې د فېرنۍ نه برپورې دی

ستا جنت کښې جنون او تلاش نشته

ستا جنت کښې څربې څربې حورې دی

ستا جنت کښې نۀ سوز نۀ ارمان شته دے

غټې خېټې لمدې، اوږې سپورې دی

ستا جنت کښې غوښتل اؤ بېلل نشته

واړه حورې، رضا او بربنډې دی

ستا جنت د جنون بې خبره ژوند

ستا جنت يواوښيار شان تصوير د ځان

ستا جنت د شهوت او د تندې ډک

ستا جنت ستا د لوږې د تاؤ امکان

ډوډی غړپ مُلا، جنتی مُلا

په پېسو قربان اؤ ستی مُلا

راشه واؤره تۀ چې جنت څۀ دے؟

د غنی جنت، د غنی مُلا

ته په جنت کښې مزې د دنيا لټئی

د حورو سترگو کښې د ډمو خندا لټئی

اؤ په تيرو کښې سپوږمۍ له مکان لټئی

لېونے نۀ شوې تۀ خُمار اؤ مستی نۀ پېژنې

مستانه نۀ شوې دلربا، پرستی نۀ پېژنې

تا د دُنيا د پاره مينه د جانان ورکړه

مجنون په بيعه بېخودی د بيابان ورکړه

لاس دې که اوږد بادشاهی لاړه فقير شولې

يا زما خان وې يا د کونډو ړنډو پير شولې

ټوله خېټه خېټه شوې مستی اؤ جانان نۀ پېژنې

ټوله ږيره ږيره شوې مردی اؤ ميدان نۀ پېژنې

زما اميره! تالی څټ او ټوکړې خور شوې زما

زما سرداره تۀ مرئيے وظيفه خور شوې زما

قسم په هغه رب چې تۀ ئې د خدمت دعوه گير

چې تۀ ئې د حورو، د غلمانو د جنت دعوه گير

توره راواخله، توره پورته که مېدان ته ځه

لوگے لمبه شه په مستۍ کور د جانان ته ځه

گنی ډوبېږې په پېتۍ اؤ په حلوا کښې ملا

جنت دې بائلو د ټېپرو په سودا کښې مُلا

دووسی گرانه ده د تورې نه اے موړه مُلا

ټپ زمرے ښۀ دے د څربې مږې اے زوړه مُلا

د سامری د زوره ښه ده فقيری د موسی

د زرپرست نه يار پرست ښۀ دے ناجوړه مُلا

قسم د حورو په مستۍ او په خندا د يار

قس په شرنگ اؤ په نسيم اؤ مشغولا ديار

قسم په سترگو، په خاېشت اؤ په ځوانۍ د يار

قسم په ساز اؤ په سرود اؤ په ثنا د يار

تۀ سجدې زرو ته کړې ماته نوم د يار اخلې

شفق گاڼه کړې په بدل کښې گليخار اخلې

راځه چې زۀ درته جنون اؤ مستی وښايم

راځه چې زۀ درته محبوب پرستی وښايم ـ

سرداری نۀ کيږی د تورې دمستۍ نه بغيېر

الله ليدے نۀ شی د حسن پرستۍ نه بغېر

سکندری، قلندری، دواړه سرور غواړی

دواړه مستی اؤ ځوانمردی، خندا،غرور غواړی

ته خو جنت کښې مزې د دُنيا گوره

بربنډه حوره او ترسکونه حلوا گوره

نهر د شاتو اؤ کنډول د شرابو ډک

نمکين غلمان اؤ ښانک د کبابو ډک

مُلا چې شونډې نئی حورې به په څه ښکلوم

چې کولمې خاورې شی گرگرې به په څه هضمؤم

جنت يو خيال دے عشق د مستۍ يو رنگ

جنت يو شرنگ د گونگرو د ځوانۍ غورځنگ

جنت نازک دے د گل د ارمان هسې

جنت خېشته دے د زما د جانان هسې

جنت درياب يو دمينې اؤ شان دے

هره قطره ئې سپوږمۍ، هر څاڅکې جهان دے

ستا د رحمت څۀ حد هم شته دے؟

اے بې حسابه! اے بې پايانه

ستا خېشت اؤ مينه څوک شی تللې؟

د سترگو پټه روک د ارمانه

د مُلا سترگې د قهره ډکې

راته قيصې کوی د درد اؤ زور

د جانان شونډې د کوکو اوږې

وئی راشه وگوره جنت کښې اور

مرگ بلې سترگې اؤ خورې پنجې

راته خوزئی لحد، نيشت اؤ عدم

شېطان، مُلا دواړه په يو اواز وئی

ستا گناه ډېره ده اؤ رحمت کم

مشرک ولاړ همسا په لاس

قبا په اولی دستار په سر

لاټو وزرې د بلبل ايښې

ښائی شهباز ته د الم سر

ښاپېرک مشر دے د کاروان

د رڼاا خېشت اؤ سينگار لټئی

سامری ژاړی د زرو بُت کښې

ژوندون، مستی اؤ خُمار لټئی

گونگټ د سوټو په ډېرۍ پورته

زيړې لولکې ته د نور بيان کئی

چينجے د خاورې په ممبر بره

قيصې د حورو اؤ اسمان کئی

ځکه په چغو زۀ د جوماته

لاړم په لوری د مېخانې

دې خپلو سترگو ډوب کړم تاله کړم

هم شرابی کړم هم لېونے

خو چې په بدو او بدرنگو خپل

لکه د سکور لوگے اؤ اور شمه

چې سُر اؤ تال مې تياره فنا کړی

د بې وسۍ فرياد، ژړا اؤ شور شمه

نو ځان ته وايم، تا ته ئې اؤرؤم

دا د مجبوره زړگی بهانه

ستا خېشت اؤ مينه څوک شی تللې

اے بې حسابه! اے بې پايانه