نظم
جوارگر
غني خانپه همواره لار کاروانونه ځی او په غرونو روان خط وخال سړے
خوهمواره لار څنگ زۀ واخلمه، شی گاڼه په کدو اؤ په دال سړے
د بهار غورځنگونه اؤ وند اؤ رنگ، په شکروټی ډيران قربان کړمه
لږ ارام له دځان د رقيب سره، زۀ گاڼه بې خودی اؤ جانان کړمه
که دا تورې تيارې لا تورې شی اوجهان دې په قهر د دوزخ په شان
اؤ هر څاڅکے د رنگ د تيرو نه ډک، هره سا د کبانو بر د سخ په شان
زۀ به ساز اؤ پرواز ورنه کړمه اؤ مُلا له به اياز ورنه کړمه
نيت مې کړے د کور دجانان دے، څۀ خندق وی څۀ شپول او څۀ ديوال
داؤ مې ايښے په کور د سرور دے، څۀ وی زر، څۀ وی سر، څۀ وی مال
يوخوا ته رڼا، د ريا اؤ چل، بلخوا سُر اؤ سرور اؤ هلال
څنگ مين به په بل دلبر شی څوک، څنگه کيږدی په پوزه به خال سړے
لکه سر چې په خيټه قربان کړی څوک، يا د لور په سر جمع کړی مال سړے
لکه خرڅ چې دبل چا په زرو کړی خپل جانان په ماښام د وصال سړے
دا دی زهر، دا زهر د روح دی، خو نامه ورله ورکوی دمال سړے
د اوښيارو لارې مې ډيرې زده
خو زما د شان دغه لاره نه ده
زۀ د زرو صحراؤ ارمان يمه
زما بخت کښې کوڅه د گلزار نۀ ده
زۀ چينه د ژوندون د خوبونو يمه
لا مې مونتې سينه د دلدار نۀ ده
زۀ يم خاؤره خو ډېره بې تابه يم
ما مونتلې لمحه د قرار نۀ ده
تالا کړے مې ژوند هم غرور دے
داؤ مې ايښے په کور د سرور دے