نظم

کۀ

غني خان

کۀ مې سر د زړۀ صلا وے اورېدلے

زۀ به ناست وم په پېرس، امريکن نه!

کۀ زما خپل پېدائش کښې څه اختيار وې

زۀ به ؤم ازاد چوړې، خان پښتون نه!

مُليان ټول کۀ الله ماته وسپارل

زۀ به ئې ځاې کړمه دوزخ، خپل وطن نه!

د غنی د زړۀ کۀ يو رگ هم ژوندے وۀ

دۀ به کړل ويرونه شعر او سخن نه!