غزل
که مې وشي له دلبره ملاقات
رحمان باباکه مې وشي له دلبره ملاقات
پابه نه ځم له دې دره په حيات
پس له دې مې دې استوگنه خدای نصيب کا
په دا در کې ، که حيات وي که ممات
ځای لري که زه ويار وته سجده کړم
هغه يار زما قبله دی د حاجات
د خپل يار تر لعلو لبو به يې ځار کړم
که شکرې وي که قند وي که نبات
دا زما د يار جلوه ده چې ليده شي
لکه نمر په صومعه د سومنات
تر ما لا په دلبرانو ډېر مين دي
چې خبرې کا دکشف اوکرامات
د ريا له زاهدۍ زما توبه ده
چې يې کاندي څوک په رسم و په عادات
په ورځ پند و نصيحت وايي و بل ته
په شپه ناست وي د مغان په خرابات
دين يې دام وي د دنيا په لار کې يښی
پرې را اړوي وحشيان دمخلوقات
د هغو په لور يې سترگې وي ختلې
چې په لاس يې سر سايه وي يا زکات
زه رحمان له هسې اهله بناه غواړم
هر چې لاف کا په خلاف د مقامات