غزل
که څوک فخر کا په ننگ او په ناموس
رحمان باباکه څوک فخر کا په ننگ او په ناموس
دا په عشق کې نه ارزيږي يو فلوس
که اغوستي يې زر يې جامې وي څه شو
گڼه يا مرغ زرين دی يا طاوس
که يې تاج وي په سر ايښی غزا وشوه
په نظر زما هُد هُد دی يا خروس
نه يې فهم فراست وي نه يې علم
خالي نقش لکه عکس دمعکوس
نه يې مغز نه دانه وي په خرمن کې
عبث هسې واړه لوني په سربوس
د مجاز له اهله طمع د خير مه کړه
تمامي شر او شدت دی دا الوس
وداني يې همه واړه ويراني ده
راشه وگوره ماڼۍ د کيکاوس
که زما په گفتگوی کې زيات و کم وي
څوک دې گډ کا په دا ښهر کې جاسوس
ساقي جام و باده راوړه چې بې خود شم
خدای څوک مه کړه په خوديه کې محبوس
که څوک وغواړي تمامه دنيا واړه
زما يار غوندې به نه وي بل عروس
رحمان حسن د يار وينم په پرده کې
نه پټېږي نور د شمعې په فانوس