غزل

که يار سر په ديدن غواړي مه جاروځه

رحمان بابا

که يار سر په ديدن غواړي مه جاروځه

دغه حکم رحمان کړی دی دلاله

څو تر ميانه ورانه نه کړې د تن پوله

وبه نه رسې تر خدايه تر رسوله

خدای و تاته دين دنيا په غوره کښېښوه

تا دنيا کړه په دا دواړو کې قبوله

تر حرص په هورته بله بلا نشته

دا بلا د ستا په خونه شوه نزوله

يوساعت د خدای په ذکر مشغول نه شوې

تمام عمر دخپل ځان په غم مشغوله

چې باقي زندگاني په فاني پلورې

ځان په کوم دانش دانا بولې مجهوله

له خالقه روگردان شوی و مخلوق ته

بيا و ځان ته عاقل وايې نامعقوله

نصيحت لکه هلک در باندې تريخ شه

د دنيا په شېرينۍ پسې ملوله

چې رحمان غوندې خورسند نه شې په نول کې

خلاص به نه شې په هېڅ رنگ د زړه له نوله