نظم

کاروان

غني خان

يو نيم ژوند ډک دمستۍ وی، يو سرور وی چې شنرگيږی

پردې ټولې په خپل ځاې وی پاکې شې په سُر غږيږی

هر يو تار ئې مست بورا وی، چې گلونو کښې بنگيږی

هر يو تال ئې جُخت په تُول کښې، زير و بم پکښې گډيږی

خوشحالۍ په چورلکونو ، په شاډولو پکښې دانگی

يو هوش مست په خپل سرو کښې، د خُمار په ټالۍ ځانگی

يو نيم ژوند خوږ او بې نوره، گډ په شلو ښپو

هر قدم ئې يو تيندک وی، تور په غم ئې کُل جهان وی

هر اواز ئې د درد چغه، په خپل اور کښې بنديوان وی

د ارام په ارمان سوے، لکه غر ورته مېدان وی

د غمونو سېلابونو کښې روان يو گنگخړ وی

په جمدون دوزخ کښې پروت، نيم ژوندے وی او نيم مړ وی

يو بل ژوند د شمعې ژوند وی، لا به مری لا به سوزيږی

هله نور او رڼا راشی چې په سر ئې اور بليږی

دے يو اور وی سوزؤل کړی لاس د رحم پې سوزيږی

خپل دښمن د بل غلام وی، ځان سوزی بل ته ځليږی

دغه نور دده انعام دے، د قسمتت گوتو ورکړې

دغه اور ددۀ جمدون دے، چې جمدون دے لگولے

دومره قسمه د ژوندون دی خو بچے چې د ادم دے

څوک په يو ځاې کښې لړ لوئې دی، څوک به بل ځاې کښې لږ کم دی

څوک په چغو څوک مسکی دی، څوک خمار کښې څوک په غم دی

قافله يوه روانه، يوه لار يو ئې منزل دے

دا ترې مخکښې څوک روان دے، سپين مشال دے اور پرې بل دے ـ

ژوند او قرار، اور او اوبۀ دی

نۀ به يو ځاې شی نۀ يو ځای کيږی

تيارۀ او نور يو د بل جوړ دی

داسې به تېره شی دا چې تېريږی

لکه د سيند د ژوند هم لار ده

کله په غرۀ کښې کله مېدان کښې

بنده عجب، عجب پېدا دے

کور ئې په خاورو کښې ځاې ئې اسمان کښې

جانانه ماته ئې کړه راپورته

د اوښکو ډکې دا سترگې تورې

د ماښام لړې تيارې کړه هېرې

واوره دلبره اوس قيصې نورې

گوره دا سپينه سپوږمۍ روښانه

دا مونږ ته خاندی دا مونږ ته وائی

وئ "ساعت ځوانی ده اے عاشقانو!"

کوئ هغه چې ځوانۍ کښې ښائی

جامونه ډک کړئ زړونه مستانه

کاروان روان دې جرس غږيږی

شونډو له شونډې دمينې يوسئ

سبا راتلونکے دے، مجلس خوريږی