نظم
خان صاحب
غني خانپېسه ټک خان زما لوئې يار دے زما خوښ ډېر دے
کوی مونځونه په روژو کښې د هر چا تېر دے
آبله ورځ مې په يو گټ کښې ډېر دلگير وليدۀ
ما وئيل کاکا ولې خفه ئې جومات دې هم هېر دے
وې وئيل بچيه بيگا وو راکره غلۀ راغلی
اوس رانه هسې د خفگانه رو گودر هېر دے
بيا مې تپوس په همدردۍ ترې دنقصان وکړلو
بوډا په سرو سترگو اؤ خوږو زړۀ دا بيان وکړلو
وې بچيه دې ملک کښې هر څوک راته مالدار وائی
ټول پوليسان راته خان صيب يا نمبردار وائی
امامان ټول رانه تپوس د زکاتونو کوی
زما په شان سړے بل نشته څوکيدار وائی
مغلے وائی په خانانو کښې يوخان يمه زۀ
عبث زما مخ کښې بقراط ته څوک اوښيار وائی
غلۀ وو په طمع د روپو زما په کور راغلی
ماته پخپله اسټنټ صاحب د سرکار وائی
خو يم خفه چې په تش لاس شولو رخصت مضران
اوس به قصه زما دکور په هر بازار وائی
چې منږکان پکښې د شپې نېزه بازی کوينه
د يو جوار په دانه هم چرته تيندک نۀ خورينه
ما وې کاکا نن ورځ هر څوک دغه کارونه کوی
په خپله مری د لوږې بل له خېراتونه کوی
زمکه گاڼه کړی يا په سود مال د بڼيا نه واخلی
بيا پرې مړ پلار له د صابون گوړې سخاتونه کوی
برېتونه غوړ کړی وائی قورما مې اوس تاؤده وخوړه
بيا تمانچه په ترخ کښې واچئ فسادونه کوی
دا بې غېرته به يوه پېسه گټلی نۀ شی
کور ئې نهر وی جمعدار ته به ستونه کوی
نشته د ده نه افلاطون، خرڅ ئې د پلار هډوکی
مږې ئې هم دکوره تښتی هجرتونه کوی
خدائې دې پخپله ورته وکړی هدايت د لارې
غنی کۀ وائی ورته وائی تۀ مې د کومې پلارئې؟