نظم
خانان
غني خانعجييبه دې ده خانی عجيبه دې ده ځوانی
اے پښتونه! پوه دې نۀ شوم په ورانی په ودانی
دا دې لا نوے هنر دے چې خپل ورور وژنې آنر دے
پيرنگی ته خو ټينگ نۀ ئې چې ئې کړلې پېزوانی
څۀ پټکی ئې پرپری وی، په حجره کښې ازمری وی
ناست د مرچو وی په څټه، د ځان نۀ وينی ثانی
وائی پلار مې بهادر وۀ او نيکه مې سکندر وۀ
چې دځان تپوس ترې وکړې بس هېڼ هېڼ وی امانی
په غريب همسايه نر وی يا په ښځه زورور وی
د جنگ وخت کښې پټ کور ناست وی خو د جنگ وی ارمانی
غنی نۀ د دوی دوا شته، نۀ طبيب ورله ورتلے شی
د خدائې قهر پرې لگيا دے، چې ئې زر زر کړی فانی