نظم

خدايه ولې؟

غني خان

خدايه! عقل چې وۀ زړۀ دې ولې ارکړو؟

په يو ملک کښې دوه خود سره بادشاهان

بادشاهی او فقيری دې ولې يوکړۀ؟

د ژوندون په هره ساکښې مرگ پنهان

ولې غم لکه اسمان په جهان خور دے؟

خدايه ولې خوشحالی دې کړه نايابه؟

ولې جوړ دې کړۀ ننگی د گل د پاڼو

خدايه! ولې نشه بيا ئې له شرابه؟

ولې ښائست او رنگ دې دواړه خور او رور کړۀ؟

ولې ولې دې جهان کړو ډک په رنگ؟

ولې کوڼ دې زۀ پېدا په جهان نه کړم؟

خدايه! ولې دې اواز پوست کړو د چنگ؟

ولې ما ته دې عطا کړو فکرو خيال؟

ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟

خدايه! ولې دې ځوانی هرچا له ورکړه

خدايه! ولې دې پېدا کړل اميدونه؟

ولې جوړ دې د يار سترگو کښې جنت کړو؟

ولې تريخ دې کړو بېلتون او خوږ وصال ؟

خدايه ولې دې سپوږمۍ له رڼا ورکړه؟

چې زنگۍ مې د مستۍ په مهين ټال

ولې جوړ دې کړۀ ازغی د گل په خوا کښې؟

ولې زړه مې پاک خو جسم مې ناولے؟

ولې ما له دې د ولې طاقت راکړو؟

خدايه ولې، خدايه ولې، خدايه ولې؟