نظم

خيال

غني خان

خياله لږ په خيال کښې ځه

نن خو دې څۀ خيال دے

ځه چې ټالۍ اوخېژو

مام اچولے ټال دے

گرځه په ملکونو ځه

ځه په چورلکونو ځه

غلې د سرور په شان

باغ کښې د گلونو ځه

کيږی به وصال ماته

خوبونو د وصال کښې ځه

خياله لږ په خيال کښې ځه

هيڅ په پته دې پوه نۀ کړم

چې کوم ښکلے کوم حلال دے

چې څۀ حسن او کمال دے

يو ئې خېشت، يو ئې جمال دے

د عيسی غمگينې سترگې

د سقراط په جام کښې زهر

د منصور مستی بې خوده

او د سپينې رڼا لهر

په هر لاس په هر مشال کښې

يو خائشت يوه رڼا ده

خو جُدا جُدا نظر دے

او جدا جدا دُنيا ده

اے د کمال څوکې، تۀ غاړه د جمال کښې ځه

خياله لږ په خيال کښې ځه

ځې چې د يار کور له په مستۍ په چورلکونو څه

غلې د سرور په شان باغ له د گلونو ځه

عقل چې تمام شی نو د مينې سره تال کښې ځه

ستوری ياره لری دی رضا تۀ ښه په گلونو

خياله لږ په خيال کښې ځه

مخ چې وی جانان ته

خېر دې کندو کښې درو کښې ځه

بل دې مُناره شی او تۀ پښو سره ذرو کښې ځه

ځې چې د يار کور ته اشنا

ځه په چورلکونو ځه

مست په ژوند په عقل

او نشه په اميدونو ځه

غم خندا دې واخله

د ژوندون سره په ټال کښې ځه

نن خو دې څۀ خيال دے

ځه چې تالۍ و خيژوو

مام اچولې تال دې

ځې کۀ د کمال څوکې ته

ځې کۀ د کمال څوکې ته

غاړه د جمال کښې ځه

خياله لږ په خيال کښې ځه