نظم

خيال او رنگ

غني خان

دا سوز او ساز، دا شان او شرنگ

يو سورې د وخت، د خيال او رنگ

دا اوښ کاروان، دا سحر ماښام

دا گوتې او شونډې او مےئ او جام

دا شپه د خزان او خوب د بهار

نشه د مجنون او پياله د بهار

نشه د مجنون او پياله د خيام

دا گل، دا ساز، دا شان او شرنگ

يو سورې د وخت، د خيال او رنگ

دا زور، دا زر، دا تورې خېشته

دُعا او جزا او حورې خېشته

دا سترگې لېوالې د ژوند او نور

دا شونډې مستانې، مغرورې خېشته

دا تله راتله، دا خيال او رنگ

اړنگ، دوړنگ سپاری ټنگ

دا ښکلې کاتۀ، په نياز کاته

دا ورو نازک، په انداز کاته

دا لړو کښې تا، د سپوږمۍ د مخ

نرگس کښې نيازبين د اياز کاته

دا مينه، رنگينه، دا شان او شرنگ

دا مينه، رنگينه، دا شان او شرنگ

يو سورے د وخت، د خيال او رنگ

سپړدل د گلاب او خندا د يار

کاږۀ کاتۀ، په رضا د يار

انداز د مستۍ او تول د غم

سرې سترگې او شونډې زما د يار

دا مست ماښام کښې د ژوند غورځنگ

يو سورے د وخت د خيال او رنگ

محفل د غمونو او جهان د غم

يو شمع وړه، دُنيا تورتم

يو بحر خموش کښې يو کړنگ د ساز

په راج د مرگی کښې د ژوند اواز

دې تور سمندر کښې رڼا او رنگ

دا مينه، رنگينه، دا شان او شرنگ