نظم

خيام

غني خان

اے خيامه تۀ تش غم ئې، تشه تېښته، تل فرار

تۀ دجام او ساقی يار ئې، يوخېشته رنگين انکار

عجيبه غوندې جنون ئې، نا اُميد او بې قرار

ستا احساس د نن بنده دې، په يو ښکلی رنځ بيمار

نۀ لمبه ئې د تالاش، د لټون او د ارمان

زړۀ او فکر د خزان، ښکلې ژبه د بهار

سر د بحر سرې چپې وی، ډوب ئې وېخ کښې وی قرار

تۀ کشتۍ د گلو ډکه، سرسری د کشتۍ لار

انسان پلار دے د سبا، هم بچے دے د پرون

دا هم جام دے هم ساقی دے، څۀ وصال او څۀ بېلتون

دا يو ساز دے چې روان دے، د اواز د سر کمال ته

يو درنگ څاڅکے چې ځغلی ځان رسئی د بوډې ټال ته

دا ستا غم خوڅۀ غم نۀ دې چې ډوبيږی په يو جام کښې

د اميد سپوږمۍ ده پټه، تورو لړو د ماښام کښې

په دې مست ښکلے دماغ دے تور خور شوے دمرگ جال

د ساقی جمال پټ کړې، ستا د زړۀ نه بل جمال دې

يوه مسته او شيرينه عجيبه د غم نغمه ئې

د سرو زيړو گلو ډکه يو رنگينه مقبره ئې