غزل
له هغو سره به څه فکر ديار وي
رحمان باباله هغو سره به څه فکر ديار وي
چې ياران يې په هر لور هزار هزار وي
په اشنا پسې ويشتلی هم هغه وي
چې له نورې اشنايۍ يې استغفار وي
صبوري او قراري دې په ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يا قرار وي
هر ژوندون د يار په وصل ښايسته وي
بې مينه که ژوندون وي څه په کار وي
که د يار له لاسه اور په يار بلېږي
هغه اور و عاشقانو ته گلزار وي
په يارۍ کې آزار نشته خدای دې نه کا
که ذره به زما زړه له تا آزار وي
و هغو ته عاق نه ويلی بويه
چې يې فکر يا د سر يا د دستار وي
ځای يې اور شي چې زنار يې شي په غاړه
ولې نه چې ستا د زلفو زنار دار وي
ستا د زلفو زناردار که په اور سوځي
دغه اور به هم همه ستا د رخسار وي
هغه جونه به ليلی غوندې رسوا شي
چې رحمان غوندې مجنون يې په ديار وي