نظم
لکه واخلی چې ماشوم
غني خانلکه واخلی چې ماشوم ډک شکرے د سرو گلونو
خاندی چغې وئی غورزئی ئې لپې لپې په موجونو
دے په غاړه ورته خاندی خړ سېلاب ئې گلاب يوسی
نۀ په زور دسېلاب پوئيږی نۀ په قدر د گلونو
داسې ما دا خپل جمدون دمستۍ سېلاب کښې لاهو کړو
په خپل لاس مې ځان بندی کۀ د څو قسمه دوزخونو
لکه واخلی چې ماشوم ډک شکرے د سرو اؤ سپينو
په خندا خندا ئې نولی په کوڅو په بازارونو
غلۀ وائی واه واه دنر زويه څۀ سخی ارسلا خان ئې
دے نۀ زور د دولت وينی نۀ دردونه د غمونو
داسې ما دا خپل جمدون ورک کړو خاؤرې کړو ايرې کړو
ځان مې وتړۀ پخپله د غضب په زنځيرونو
يا دا ژوند بېللے جنگ دې اؤ يا زۀ پالوان نۀ يم
ما خو هيڅوک هم ونه ليد چې زورور شو په غمونو
زۀ لا ويخ نۀ وم دخوبه چې زيړے مازيگرے شو
چې ئې زۀ په قدرپوه شوم گلزار تش وۀ د گلونو
اوس نۀ رنگ شته نه مستی شته نه سېلاب شته نه گلونه
د يو خوب ليدۀ وو تېر شو ژوند شو ډک د ارمانونو
باغ دگلو
مې تالا شو دلالونو شکور مې تش شو
وخت اؤ ژوند دغه تقدير دې د يو اور ئې بل له بوتلم
دا جمدون وۀ کۀ يو دام وۀ د اورونو د غمونو