نظم

لټون (ازاد نظم)

غني خان

غرمه د اوړی

لکه شپه د ژمی

يو خاموشی

يو قلارے خور دے

د کور کوړ کو گوگو

او چپ چاپ عالم هو

وخت ښپه نيولے

په رکاب سور دے

دُنيا دے خپل زړگی ته غوږ نيولے

د مرگ اؤ ژوند حساب کتاب اؤری

فضاء کښې گډيو مسکيتوب شانې دے

لکه په خوب کښې څوک رباب اؤری

اؤ زۀ يواځې

په خيالونو کښې ډوب

دخپل ارمان

تلاش کښې گرځمه

يو ورک مجبوره

مسافر

يم روان

په مزکه پروت

په اسمان گرځمه

ما دے هم خپل زړگی ته غوږ نيولے

د ژوند څۀ وجه څۀ نساب لټوم

درد له اؤ مرگ له څۀ سوب گورم

ابد کښې خپل دهوش حباب لټوم

د ولې ولې

په درياب کښې ورک

جام کښې شراب

اؤ په شرابو کښې

په سور کتاب کښې

د جُمات د تاخ

زۀ مرگ اؤ ژوند له

يو تړون گورم

چپه چپيا

اؤ خاموشۍ

کښې زۀ شرنگ د ستار

د تال مضمون گورم

چاپېره رنگ کښې

شنو کمترو کښې

ځان له جواب د خپل جمدون گورم

زۀ ليونے يم، ليونے يم، رښتيا

په مېخانه کښې افلاطون گورم

ځان ته چې سترگې مې راواړؤلې

بس مرگ اؤ نيش د عدم

ووينمه

زۀ ليونے يم، ليونے يم رښتيا

د مرگ په سترگو کښې جمدون گورم

غرمه د اوړی

لکه شپه د ژمی

يوخاموشی

يو قلارے خور دے

چرته کښې لرې

يو بڅرې

د نور

ستورے؟

کۀ لرې د صحرا اور دے

ما ته وړوکو

پلوشو

کښې وائی

کۀ غر دے لوې

په سر ئې لار خو شته

څۀ؟

کۀ جمدون

يو روک

ساعت دے

د هوش

يو

ابدی

ددۀ، دلدار خو شته

زړگيه، ځان ټگے کۀ ما ټگے

څنگه ځان خلاص د هر جنجاله کړې

زړگيه، اے ټگه زړگيه زما

ځان کړې مشغول او ما خوشحاله کړې

خو کۀ ستا نۀ منم

غرقېږمه

سم، په رښتيا

لېونے کېږمه

د اضطراب په تور درياب کښې زۀ

اوس سر سری يم بيا ډوبېږمه

په تورو ويرو کښې روکېږمه

دلته په خپل اور کښې سوزېږمه

په جمدون تورې خاؤرې کېږمه

په خپلو وينو کې ډوبېږمه

څۀ نو وايه

غرمه د اوړی

لکه شپه د ژمی

يو خاموشی يو قلارے خور دے

چرته کښې لرې

يو بڅرے د نور

ستورے، کۀ لرې د صحرا اور دے

ماته وړو کو پلوشو کښې وائی

کۀ غر دے لوې په سر ئې لار خو شته

څۀ کۀ جمدون يو روک ساعت دے د هوش

يو ابدی ددۀ دلدار خو شته