نظم
لوږه
غني خانچې شی خوله د خوږو سپوره
د دنيا خواږۀ همه
ئې مدام مدام ياديږی
غونځاخی اؤ قتلمه
چې شی خېټه ډېره اوږې
د دنيا گل خوراکونه
ئې په سترگو کښې غړيږی
سيخکی اؤ کبابونه
چې شی سترگې ډېرې اوږې
د دنيا گلونه واړه
ورته مخکښې مخکښې کيږی
تورې زلفې سپينه غاړه
چې شی شونډې ډېرې اوږې
د جهان همه خوبانې
ورته وړاندې وړاندې کيږی
سپينې تورې سمې ورانې
چې زړگے د مينې سپور شی
تيرې ټولی خوشحالۍ
پکښې دننه رپی، رپی
لکه ناوې په ډولۍ
اوږې اوږې داسې اوږې
په يوه کوکۍ ورکومه
دا جهان او جنت دواړه
په دوؤ سرو شونډو خرڅومه
کښېنه کښېنه لېونيه!
دال څټه وهه کوکارې
دا مزې دې دی نصيب کښې
چې تۀ زوې د داسې پلار ئې
اخر خوله به دې خوږه شی
کښېنه وايه گوړه گوړه
د قسمت غاښورې گرځی
راغورځئی کندې ته لوړه
کۀ بهار کښې دی گلونه
نو مېوې دی په خزان کښې
سبا دغه دے راؤ خوت
ستوری ښکاری په آسمان کښې
سرو گلونو، شنو اوبو له
بيا په لاړ شې هشتنگر ته
په نرتوب عزت به گورې
خوږو سترگو د دلبر ته
بيا په غاړه د تلاؤ به
د سرو ميو ډک کړې جام
بيا به گرځې په مالټو کښې
د سحر اؤ د ماښام
بيا به وتړې په يوه
برگ اؤ مست هندکی غوايان
بيا به نيسې په جيندی کښې
مار مهۍ اؤ سرۀ کبان
بيا به شور شغرب د ژوند وی
د يارانو وشتې مستې
چپ شه چپ شه، مخکښې مۀ ځه
ژړا راغله بستې، بستې