نظم
مچ
غني خانشغ شی چائې کښې راغوټه شې
دا دې څه خربيشې رنځ دې
پکښې داسې چورلک ووهې
ته به وې د بنگړې منځ دې
اوږې ژبه دې شه خاورې
نه دې خوب شته نه قرار
په تروؤ سوټو مئينه
وهلې ئې د چا ازار
د هر چا کره مېلمه ئې
نابللے، بې عزته
نۀ په شړپ باندې جار وځې
نۀ په سوک او نه په لته
تور دې مخ بې شرمه سترگې
تيار خور ئې مُردار خور ئې
بد دې خوئ سخا دې ډوډۍ ده
په هر شی د پاسه سور ئې
که ښوروا وی ته پرې مړ ئې
که غوړی وی ستا پکار وی
ستا پرې بې صبره غوټې وی
که خاشڼه وی که انار وی
بې غېرته خو ئی دومره
د مړ ورور وينه څټې
اے شهيده د کبابو
اے غازی د پراټې
که پنځوس خپلوان دې مړه شی
ته د خپله خويه ناوړې
وئې دا سر د خيټې زار شه
شړپ شی زيړه خيټه واوړې
بدې بدې دې پاپۍ دی
د لينگو پورې لړلې
خوله دې زيړه په لاوڼ ده
چې پرون دې وۀ خوړلې
سخا مېوه، ليقړۍ بدبويه
ستا پولاؤ، فيرنی، حلوا ده
ستا دې خېټه کښې دوزخ دې
ستا دې شونډو کښې دوزخ دې
ټوله ورځې چپه چپه
ستا دا خوله اوزگاره نه شی
د دنيا گندونه خلاص شی
ستا کولمه قلاره نه شی
خېر دې ژمے راروان دے
توراوربوز به دې چيچړ شی
چينگه خوله به چرته پروت ئې
دا کولمه به دې پاپړ شی
زۀ به خورمه په قلار
تود شربت او خوږې گوړې
دا بوډۍ نيا به دې مړه وی
توره مچه ته به هم مړ ئې