نظم
مدرسه
غني خانڅۀ سبق راته ښائې ربه!
د دې غم په مدرسه کښې
فکر کوم خوا ته روان کړې؟
په کوڅې د وسوسه کښې
تۀ خبر نۀ ئې د خپل زوره
زما ماتې شوې پښتۍ
په پولاؤ چې مې زده نۀ شوې
زده کوم ئې په پېتۍ
دا منم تۀ بې پروا ئې
هر څۀ کئی، زما د پاره
خو کاش چې دې نازکو پښو ته
تا وې ښولې لار همواره
دا تقدير مې سخت استاذ دې
بد ئې ډب تريخ ئې اواز دې
د لولۍ نازک وزر ته
گران د غرۀ د سر پرواز دې
ژوندون نۀ دې جوشانده ده
پکښې سل قسمه خوندونه
نۀ سم خوږ شو، نۀ سم تريخ شو
هم صحرا اؤ هم سيندونه
خبر نۀ يم چې دارو جوړ ئی کوم رنځ له
ولې ولې د گودر نۀ؟
ما اوړې د درياب منځ له
زۀ په غاړه يم خوشحاله
زۀ باتور لامبوزن نۀ يم
زۀ د مينې توريالے يم
د جنگونو تورزن نۀ يم
غنی مړ په شمکو شو
ورکه سپينه پتاسه
چوټی اوکه ټلۍ ووهه
صېبه بند که مدرسه ـ