نظم

ماښام

غني خان

وريځه راغله په ماښامی کښې

څومره غمگين خدايه دا تور ماښام شو

وگوره ساز بيا، مهين مهين شو

رنگين رنگين شو، راښکلے دام شو

هوس زلمے شو، شوده زړگے بيا

ځان کښې رنگونه د مستۍ گوری

زۀ په ژړا شم، چې ورته گورم

دا ژوند خو هسې لاړو تمام شو

د ځوانۍ شړق او د اسمان تندر

زور ئې مزه کا اور ئې مزه کا

زۀ سم راويښ لا نۀ ؤم د خوبه

چې نمر زيړے شو اؤ رو ماښام شو

نظر کښې لړې زړۀ کښې ارمان

خود کښې خوبونه د بل جهان

دغه يو چونگ ازغی مې لاس کښې

نيم د ساقی دی نيم د امام

خود می خودۍ ته کی منتونه

سوزئ وريتئ مې دا خپل اورونه

ما خو يو څاڅکے خمار کښې ډوب کۀ

خانه! جانانه! اوچت کړه جام

خوده بې خوده هغه سروره

چې ستا علاج دے، نشته په جام کښې

نۀ پيمانه کښې د ساقی شته دے

نۀ په خندا کښې د دلارام

خو راغله وريځه او ساز مهين شو

اميد روښان روښان په تور ماښام شو

راکه چې وڅکم او لېونی شم

د نن ثواب ئې ټول د خيام شو