غزل

ماتوي مې خوله په سوک

رحمان بابا

ماتوي مې خوله په سوک

خراشي مې زړه په نوک

که نارې وهم که ژاړم

پروا نه لري يو چوک

راشئ گورئ منصفانو

د دلبرو دا سلوک

لکه گل په لاس د طفل

زما زړه کا شوک په شوک

د چشمانو په غمزه يې

ژوبل ژوبل يم ټوک ټوک

په توسن د فلک سور شي

دستار کېږدي په سر هوک

هېڅ اثر ورباندې نه کا

د دردمنو درد او دوک

ای رحمانه! چې عاشق شي

ځان دې ژاړي کوک په کوک