نظم
مينه
غني خانمينه حُسن جوړ کړی بيا پرې شی مئينه، مينه
مينه لېونۍ ده لېونۍ ده مينه مينه
چرې مې دا خيال وۀ چې خائېشت، ځوانی، نياز
پټ دے بس په دوئ کښې د شوق، عشق اؤ طلب راز
ما وې، وۀ اياز خېشته، محمود د خائېشت اوږے
ځکه داستان جوړ شو د محمود او د اياز
اوس په دې شوم پوې چې د شهباز د سترگو ننگ دے دا
بل ځان ته کمتره کړی اؤ ځان ورته شهباز
لوږه لوږه لوږه ده، د ځان مړولو خوب دے عشق
دا دے د ادم اؤ د حوا د سترگو راز
مينه جومات جوړ کړی په تيرو کښې د خپل غمه
مينه په مستۍ خائېشت کړی جوړ د خپل صنمه
بيا په سجده ټيټه شی درنه په گلو ونه
ميه حسن جوړ کړی بيا پرې شی مئينه، مينه
ربه داسې لېونے شوم په يو خيال باندې مئين شوم
ځم ډوبېږم سمندر کښې په يو لال باندې مئين شوم
ربه! دا څنگه مستی ده چې جانان مې پکښې ورک کړو
کۀ په مخ د يار د سترگو په دلال باندې مئين شوم
زۀ د سيند د څکلو نۀ ووم، يوه لپه مې کړه پورته
زۀ د نمر دمينې نۀ وم، په هلال باندې مئين شوم
چې مې نۀ ځائيد سينه کښې، په خوبونو کښې مې ځائې کړو
مخ مې کړو مخ دجانان ته په يو خال باندې مئين شوم
دا مستی نۀ ده ځوانئ ده، نۀ مستی ده د شرابو
دا خو زۀ د يار د سترگو په يو خيال باندې مئين شوم
دا مې بانگ د ليلی واؤريد، کۀ ستاينه د بلال؟
کۀ د يار د پايلو شرنگ کښې په يو تال باندې مئين شوم
پتنگ پروت وۀ په تياره کښې، په نامه دشمعې مست شو
کۀ دا زۀ د يار د سترگو په يو خيال باندې مئين شوم
هغې وې مينه يو گل دے
اوس تازه وی اوس فنا شی
ما وې يوگل چې شی مړاوے
سل گلونه ترې پېدا شی
هغې وې مينه ده اور
سړے وسېزی فنا شی
ما وې اور چې چرته بل شی
جهان گرم شی رڼا شی
هغې وې مينه يو خوب دے
چې ترې وېښ شې لا بلا شی
ما وې گوره ژوندون خوب دے
چې سړے ويښ شی شېدا شی
هغې وې مينه غضب دے
سړے ړوند شی نابينا شی
ما وې خداې ته بينا سترگې
تل جهان ته نابينا شی
هغې وې مينه دوزخ دے
ماشومان پکښې جليا شی
ما وې ښۀ دے دوزخ ښۀ دے
له گناه وجود صفا شی
هغې وې مينه تيارۀ ده
پکښې ځان ورک شی تالا شی
ماوې گوره تيارۀ ښه ده
پکښې پټه سخا دنيا شی
هغې وې خوږه دلبره
کاشکې ستا عقل زما شی
غنی وې ماشومه گله!
ستا د سره دې فدا شی