نظم

مېږے

غني خان

وږد کاروان ستا

گرم روان وی

سم په قطار قطار

لکه اوښان وی

په هله هله

په منډه منډه

نمر درله وسوه

لنډه بربنډه

لکه د سپی هسې

خوله کښې اوړل کړې

او د پلټنې په شان

په پرېټ تلل کړې

د مرهټی په شان

هم غل هم نر ئې

په حکم کلک روان

د خپل افسر ئې

د خپل نظام تابع

لکه چنگېز ئې

په زړه مضبوط مړنے

لکه چنگېز ئې

ملا لچکداره نرۍ

لکه لښتۍ لرې

خوله د گلډانگ هسې

ښپې پت پتۍ لرې

وجود دې درې بنده

او شپږ دې ښپې دی

نرۍ نروچکۍ دی

کږې وږې دی

او لاس دې يو نشته

دا عجيبه ده

څه بې توله غوندې

دې معامله ده

د پېدا کولو افت

د جمع کولو بلا

لکه د شوم خښوې

زمکه کښې واړه دُنيا

په هېڅ هيله نه کړې

لړم خورې، مار خورې

تۀ د مچو، ډمبرو

ترسکون اچار خورې

د سبا فکر کوې

لوئې فلسفی ئې

مستی خندا نه کوې

پخڼے صوفی ئې

يو قدم نه اخلې

ته بې غرضه

رب دې مونږه وساتی

د دې مرضه

بس د خوراک له غمه

لېونے گرځې مُدام

ته ئې د حرص بنده

تۀ ئې د خېټې غلام

ستا طبيعت د قارون

د خزانو شوقی

مئين په هره مېوه

د هندوانو شوقی

داسې په دوړه زغلې

لکه بگۍ

اچئی د چرگې هسې

سپينې اگۍ

ډېر استکار ئې تۀ

خو لامبو کښ نۀ وے

په مړ زمری ورځې

ژوندے ملخ نه وے

دکل جهان صفائی

ستا په ټېکه ده

ستا نوکری په ما چين

په امريکه ده

اوړے او ژمے

هاړ، پشکال

ستا دغه لار وی

اؤ دغه خيال

د پېدائش نه واخله

تر د مرگی

تل دغټ پنډ لاندې

کوې زوېرگی

نۀ دې پوره کړه

او نۀ موړ شوې

اوږے پېدا وے

او اوږے زوړ شوې

تا کښې خبرې ډېرې

دی زما خوښې

خو هېڅ مستی نه کے

په زړگی يخ ئې

بس منډه منډه ئې

تُول او گډا نه کئی

بې د خوړلو څکلو

بله سودا نه کئی

خو زما خوښ ئې ته

نر بهادر ئې ته

په دې وړوکی وجود

يو شېر ببر ئې

په ما چک مه لگوه

که زما يار ئې

الله دې در کړی

دانې بسيارې