نظم

مور

غني خان

زۀ د هغې لال، زۀ د هغې د سترگو تور ومه

زۀ به د هغې په سينه تل اودۀ نسکور ومه

اوس ئې ښکته ښکته د مزار کانو ته گورمه

خاؤرو کښې پرته ده چې ئې زۀ د زړۀ هلال ومه

هغه لال شوخاورې چې ئې زۀ وړوکے لال ومه

لاړمه اسمان ته ما وې اې د جهان مور سپوږمۍ

اؤری په لحد کښې څوک د سوی زړگی شور سپوږمۍ

زور د مرگی زيات دے کۀ دے زيات د مينې زور سپوږمۍ

موټې خاؤرې څنگه پت د حسن يوجهان کړی

يو پوکے د باد دا چمن څنگه بيابان کړی

خوله مې نه جوړيږی چې ظالم ووېم رحمن ته

خو مرگ چې دجهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته

ولې دروازه د علم لر نۀ شوه انسان ته

سيال ئې د ځان ولې کړم چې زۀ د خاؤرو سيال ؤمه

هغه لال مې څه شو چې ئې زۀ وړوکے لال ومه ـ