نظم

مورې

غني خان

گرچې خاؤرو کښې دې پټ وجود ستا موې!

ما ته يادې هغه شان ستا سترگې تورې

مورې! ستا لاسونه ما نه نۀ دی هېر

چې تکليف کښې به زما نه وو چاپېر

ستا د خولې قيصې يادومه هر ماښام

د گنجی د هرمونی د بهرام

ستا وهل د بل د مينې نه خواږه وو

ستا کنځل د بل دعا نه راته ښه وو

يا چې ما به ډېر خراب وکړل کارونه

او بابا به لړزول زمکې اسمانونه

تۀ به وې زما ملگرې زما مل

او زما سلگو سره به تا ژړل

مورې ياد دې ماته ا وړوکې ټال

چې تا زۀ به زنگولم کال په کال

ستا جوټې، خوږې سندرې او خندا

چې به ئې سپک لکه دباد کړو زړۀ زما

يا چې ماته به له قسته شوې په قار

زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار

مورې ياد دی ماته واړه اخترونه

چې به تا په ښکلی مخ کښېښول خالونه

په جگړو به دې زۀ کړم پاک ښيسته

ما به ځان کړلو په خټو ابته

تا به ووهلم بيا به دې کړم ښکل

په خندا به دې زما کنځل زغمل

ماته يادې هغه شان ستا مُسکۍ شونډې

ماته يادې هغه شان مېلو ته منډې

چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زۀ

ستا په غېږ په الله هو به شوم اودۀ

مورې! ماته ياده شپه ده يوه توره

چې زما وجود وۀ گرم له سرۀ اوره

زما سر کښې وۀ شغار دجهازونو

او غوږونه مې کاڼه په اوازونو

زما هر "مورې!" ته تا به وې "قربان"

زما هر "وئی" ته به تا کاوۀ گريان

مورې! ماته يوه بله ورځ ده ياده

چې زمونږ کور لړزېدلو له فرياده

وو ډېر يخ شان ستا تاودۀ لاس نازنين

گلابی ننگی ستا وو بې رنگه سپين

تۀ مُسکۍ په خوب اوده وې پاڅېدې نه

ما ژړل درته او تۀ راويښېدې نه

وې پرته خاموشه گل په خزان سوې

ماوې مورې! مورې! تا "قربان" ونۀ وې

ما ژړل او نۀ اودۀ وې خندېدلې

ما ژړل او تا تپوس نۀ کړو چې ولې؟

گرچې خاؤرو کښې دے پټ وجود ستا مورې؟

ماته يادې هغه شان ستا سترگې تورې؟

دا په سترگو دمريم کښې

چې ژړا وه کۀ خندا وه

چې ئې سور په صليب وليد

د عيسی د زلفو ول

دا څه ووايمه تاته؟

چې رحيم ئې کۀ رحمان ئې

چې په خاورو کښې کړې خاورې

د گلاب ښکلے وربل

دا مستی وه کۀ معراج وۀ!

دا جهان ئې چې روښان کړو

کۀ د نور د يار د سترگو

دريابونه بهېدل

چې دا کفر کۀ ايمان وۀ

چې دا غم مې په خندا کړم

چې دا غم مې په خندا شو؟

کۀ مستۍ مې وژړل

چې غمونه مې د زړۀ نه شی چاپېره

او د خلقو بدخوئی د حده تېره

ستا مُسکۍ سترگې مې تل وی مددگارې

ستا ياد، ياد د هر بېداد کړی مانه هېره