نظم

مُلا چرگگ

غني خان

زيړ دې قميص دے

خړ دې خښتگ دے

شمله دې نېغه ده

او کوټ دې برگ دے

ټوله ورځ کنې کنې

په ځان مئينه

چې خوار چينجی پسې

کنده کوينه

نمايشی شان ئې

کړې دنخرو الوته

د مشروټو نه ډک

ستا قدمونه، کاته

پخې پخې دې سترگې

دی د "پشټو" په شان

په درينجه درينجه تله

دې د ټټو په شان

د سليمان دلالی؟

نوم او صافه د امام؟

يو خوا قبا اؤ تسبے؟

بل خوا پياله او خيام؟

يو خوا سپين روبې ملک

مريےئ د رسم او قانون؟

بل خوا د مينې دلال

بندی د عشق اؤ افسون؟

يو خوا تنگی تاريکی

د بل د خيال سودا

د بال او بچ سودا

دځان او مال سودا

بل خوا د بل په مينه

ځان او ناموس ورکول

پټ شاباشی له د زړه

د ښار جلوس ورکول

يو خوا د بل سترگو کښې

د درنېدو تالاش

بل خوا د ماتو څانگو

د الوتو تالاش

زبرگ او معقول پخڼيه

پگه په سر مُلا

تا کښې ښکاريږی ما ته

د ژوند عجيبه قيصه

چې کله تۀ والوزې

ملکه سبا ووينم

او سلېمان ته خاورې

ټوله دُنيا ووينم

د بحرو بر بادشاه

وړې شان جونې ته

قربانوې خوشحالی

د غم مېرمنې ته

د گل خندا ووينم

د لولکۍ پرواز

د محمود اوږې سترگې

معصومه خوله د اياز

زۀ د ادم جوړښت

په وجه راز پوئې شم

په خپل انجام پوئې شم

په خپل اغاز پوئې شم