نظم
مُلا ته
غني خانځه چې بيا رايادې کړو هغه د دلدارۍ قيصې
ستا زما زړه ياری خوند کړی ديارۍ قيصې
خوله کښې ښکلے نوم د يار ځان له دې وژلے يم
تُرک له دې وژلے يم توران له دې وژلے يم
خر له دې وژلے يم خراسان له دې وژلے يم
چرته چې ډېرۍ دی سرې زۀ يم پروت ذرې ذرې
دخاورې جوړې وړې دا مې د بچو سينې
دا کومه روری وه کوم غېرت وۀکوم اسلام وۀ
دا چې په مغل زما بچوړی حلال کړی دی
دلته شريعت هلته فتوه هلته بحثونه
اؤ زما ساده نيکونه ټول په تماشه شو
ښه ده چې دې مړۀ کړل لائق ته وو د ژوند تيرولو
ستا په مسئلو کښې چې ټپې وې د مغلو
خو دا مې د نيکه قلعه دا زۀ تاله نۀ در کوم
بس کړه په قلار شه ډېر عمر دې وخوړم
لرې مۀ ځه دانزدې گوره د تاريخ صفحې
دې کښې دا زمااؤ ستا واړه دی پرتې ذرې
تۀ ما بابا کړے ئې تا زۀ بيعه کړے يم
چا چې څۀ در کړی دی تا پرې زۀ خرڅ کړئ يم
خاص لکه د گوړې په بولۍ دې ورتللے يم
زۀ خو دې غرق کړې يم خداې دې کړۀ ذرې ذرې
خو بس دې په قلار شه ډېر عمر دې وخوړم
دا مې د نيکۀ قلعه دا زۀ تاله نۀ درکوم
نوم به دې د يار اخست ځان له دې وژلے يم