نظم

مست

غني خان

چې مې زړۀ مست وۀ، دُنيا وه مسته

گلونه مست وو، لېلی وه مسته

چې مې زړۀ ډوب شو دنيا بوډۍ شوه

گلونه مړاوی شو لېلی بوډۍ شوه

چې مې زړۀ مست وۀ، شونډې تاؤدې وې

د زهرو شونډې به هم خوږې خوږې وې

چې مې زړۀ ډوب شو، شونډې مړې شوې

يخې د واؤرو په شان د حورو خولې شوې

چې مې زړۀ مست وۀ سترگې مې سرې وې

مُدام سپوږمۍ وه، د سپرلی شپې وې

چې مې زړۀ ډوب شو، سترگې اوښيارې

خزان مۍ مل شو په نيمه لارې

خدائيږو ژوندون بس ځوانی مستی ده

دا نور ژوندون نۀ دے، يو کړيدۀ دی

سترگې چې يخی شی، رب دې کړی پټې

چې مستی نۀ وينې، دا څۀ ليدۀ دی؟

اؤ ماښامے ياره رو را روان دے

سبا به چونگ خاؤرې وی، نن غنی خان دے

جانانه! شونډې ماته نزدې کړه

چې زړۀ مې مست شی، دُنيا شی مسته

چې بيا سپرلی شی، گلونه سرۀ شی

چې ځوانی ودانگی، خندا شی مسته