غزل
نه تنها زما د زړۀ غومبرې سوځي
محمد صدیق پسرلیله شغلو يې دښايست بغورې سوځي
په سل لا رو درنژدی شي بيرته راشې
ستا په خوا کې مې دخيال وزرې سوځي
دايې تا راته غوږ ايښی څه به وايم
چې په خولۀ کې مې دزړۀ خبرې سوځي
له پتنګ سره طواف د شمو څه کړم
چې دناز په شمه زړۀ له لرې سوځي
څه ښادي غواړې د عشق له غمکدې نه
په دې بين کې دهوس سندرې سوځي
ګڼې هيلې مې لوګی ديوې ادا شوې
دځنګله ونې چې څو وي ګورې سوځي
داتر مومو نرم زړۀ څه ورته ټينګ کړم
»پسرليه» دعشق تاو ډبرې سوځي